‏د پوهنې وزارت ویاند، منصور احمد حمزه ویلي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې د ۲میلیارده او ۱۷۷میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷۹ښوونځیو او شپږ دیني مدرسو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، په تېرو څلورو کلونو کې له یادو ښوونځیو سره ټولټال ۱۳۱۵ بابه ښوونځيو ودانۍ په ټول هېواد کې جوړې شوې دي.

ښاغلي حمزه زیاته کړې، چې پوهنې وزارت هڅه کوي د زده کوونکو لپاره د زده کړو معیاري، سالم او خوندي چاپېریال رامنځته کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version