عبري رسنیو راپور ورکړی، چې د لبنان په جنوب کې د صهیونیستي پوځيانو پر یوې ډلې د حزبالله ډلې ډرون برید کې لږ تر لږه لس پوځيان ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، ټپیان نن سهار د اشغال شوې حیفا «رمبام» روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ورته مهال د صهیونیستي رژیم پوځ ویلي، چې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې په نښتو کې ۹۱۰ صهیونیستي پوځیان ټپیان شوي، چې له ډلې یې د ۵۲ تنو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
