د امریکا خارجه وزارت خبرداری ورکړی، چې په سوریه کې مېشت امریکایي اتباع دې ژر تر ژره له دې هېواده ووځي.

په دغه امنیتي خبرتیا کې ویل شوي: «امنیتي وضعیت لا هم بې ثباته او د اټکل وړ نه دی او په ټول هېواد کې د وسله والو ډلو ترمنځ فعالې نښتې روانې دي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د التحریر الشام ځواکونو د بشارالاسد د رژيم پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د دمشق پر لور یې پرمختګ پیل کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version