د وال سټرېټ ژورنال د راپور له مخې، مصري او اردني چارواکو بشارالاسد ته وړاندیز کړی چې له سوریې ووځي او په جلاوطنۍ کې دې خپل حکومت جوړ کړي

یاد ژورنال په خپل راپور کې وړاندې لیکلي چې، بشارالاسد د اردن او مصر له دغو غوښتنو سربېره لا هم په سوریه کې پاتې دی.

د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې، د بشارالاسد مېرمنې او ماشومانو تېره اونۍ روسیې ته سفر کړی او د هغه زامن متحده عربي اماراتو ته تللې دي.

د مصر او اردن دا وړاندیز سوریه کې هغه ستونزمن حالت ښيي چې د بشارالاسد رژیم ورسره مخامخ دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version