رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امريکا له لوري پر سوریې د بنديزونو لرې کولو په لړ کې د دغه هېواد د خزانې وزارت د یوه عمومي جواز په خپرولو سره، د سوریې دولت او د دې هېواد له دولتي شرکتونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې ته اجازه ورکړه.

د سرچينې په خبره، د یاد جواز په خپرولو سره به د امریکا او سوریې ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه، چې پخوا د بندیزونو له امله ځنډېدلې وه، بیا پیل شي او په دې هېواد کې به د امریکا نوې پانګونې ته زمینه برابره شي.

ياده دې وي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د سفر پر مهال اعلان کړی و چې په سوریه به لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version