د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي سره تر لیدنې وروسته په یوې خبري ناسته کې پر دغه هېواد د جیټ الوتکو د پلورلو ژمنه کړې.

ټرمپ او مودي پرون په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال د نورو مسایلو ترڅنګ، پر اقتصادي موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

ټرمپ زیاته کړې چې هند ته د اېف‌-۳۵ جېټ‌ الوتکو ورکړې سره به دغه هېواد د پرمختللیو جنګي الوتکو لرونکو هېوادونو په ډله کې ودرېږي.

ټرمپ دغه راز دا هم ویلي، د ۲۰۰۸ کال د ممبی د بریدونو طراح ‘طهور رانا’ به هم نوي‌ ډيلي ته وسپاري.

رانا په خټه پاکستانی دی او دمګړۍ لشکر طیبه سره د همکارۍ په جرم، امریکا کې د بند شپې سبا کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version