له سمنګان څخه سرچينو هندوکشغږ ته ویلي چې پرون جمعه د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار د جوی زندان په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال، د رمضان په نوم یو کس چې د سمنګان اوسېدونکی دی، د یاد شوي جومات له خلکو سره د شخصي دښمنۍ له امله یې جومات ته لاسي بم غورځولی چې په پایله کې یې ځینې لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي.
سرچينه وايي له پېښې سره سم امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د يادې پیښې مسؤل یې چې له يوه چرهيي ټوپک سره د تېښتې په حال کې وو نيولی او د څېړنو لپاره تر څارنې لاندې دی.
ياده دې وي چې د ځينو رسنيو له لوري ياده پېښه د داعش ډلې له لوري بريد ياد شوی چې له حقيقت لیرې ده او امنيتي ادارې یې ردوي.