د سي‌ اېن‌ اېن‌ خبري شبکې د راپور له مخې د امريکا د لاس انجلس ښار د شمال په ځنګلونو کې تازه خطرناکه اورلګېدنه رامنځته شوې چې په پايله کې یې په دوه ساعتونو کې پنځه زره جريبه ځمکه سوځېدلې، ۲۵ زره کسانو ته د کورونو پرېښودو امر شوی او ۵۰۰ بنديان له ځايي زندانونو څخه نورو زندانونو ته لېږدول شوي دي.

راپور ليکي چې اور کاسټک‌ جهيل ته په نږدې غرونو کې لګېدلی چې د توند باد او شمال له امله د پراخېدو په حال کې ده او د مخنيوي کوم څرک یې نه ليدل کېږي.

د يادونې وړ ده چې لاس انجلس ښار د جنوري مياشتې له ۷ مې نېټې د اور په لمبو کې سوځي چې په پايله کې یې ۲۷ کسان مړه شوي، لسګونه زره د سيمې پرېښودو ته اړ شوي، او د لسګونه زره جريبه ځمکې د سوځېدو سربېره یې سلګونه ميليارده ډالره زيانونه اړولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version