په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به ډېر ژر افغانستان ته راشي.

دا په لوړه کچه افغانستان ته د یوه جګپوړي ایراني پلاوي او د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته کابل ته کېږي.

کابل کې د ایران سفارت د دغه سفر د موخو په اړه بشپړ جزئیات نه دي وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version