د راپورونو له‌مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ونزویلا کې د نشه‌يي توکو پر ضد د عملیاتو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې «CIA» ته یې د ونزویلا په خاوره کې دننه د ځمکني ماموریت اجازه ورکړې ده.

ورته مهال یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ درې امریکايي «B-52» بم غورځونکې الوتکې د ونزویلا له فضایي حریم سره نږدې، د کاراکاس په ۲۴۰ کیلومترۍ کې الوتنې کړې دي.

د وینزویلا ولسمشر د امریکا دا اقدامات پاروونکي بللي او له وړاندې یې د امریکایي بریدونو پر وړاندې په ملي او حکومتي کچه د مبارزې خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې ۱.۴ میلیونه نیمه پوځي ځواکونه به له ملي پوځ سره یوځای د دغو ګواښونو مقابله وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version