د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، محتسبینو یې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د حرفوي سوالګرو لس کسیزه ډله نیولې ده.
محتسبینو ویلي، چې د حرفوي سوالګرو یاده ډله به په شخصي موټر کې له ننګرهار ولایت څخه کونړ ولایت ته ورتله او د سوالګرۍ تر څنګ یې نورې غیر شرعي کړنې هم ترسره کولې.
محتسبینو زیاته کړې، چې نیول شوي سوالګر یې د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.
