ډيلي میل امریکایي رسنۍ راپور ورکړی، چې په یوه تازه ټولپوښتنه امریکایي وګړو جوبایډن د دې هېواد په معاصر تاریخ کې «تر ټولو بد ولسمشر» په توګه ټاکلی دی.
دغې ټولپوښتنه کې چې تر زرو زیاتو کسانو په کې ګډون کړی د امریکا ۹ پخواني او اوسني ولسمشرانو په اړه رایې کارول شوې دي.
د دغې ټولپوښتنې پایلې ښيي، چې بایډن توانېدلی چې د تر ټولو بد ولسمشر انتخابولو کې تر جیمي کارتر او ریچارد نیکسون څخه مخکې والی و مومي او هغوې شاته پرېږدي.
له بایډن څخه د امریکایي وګړو د دغې ناخوښۍ لامل د نوموړي لوړ عمر، افغانستان کې ماتې خوړل او مکسیکو سره د سرحدي ستونزو شتون په ګوته شوی دی.
د دغې ټولپوښتنې پایلې پر دې دلالت کوي چې امریکایي وګړي د ده له حکومتولۍ څخه په لوړه کچه نا خوښه دي.