د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ دوشنبه اوکراین ته د امریکا ټولې پوځي مرستې ځنډولې دي.

راپورونه کاږي، چې اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو ځنډول به تر هغې دوام وکړي چې ټرمپ دې پایلې ته ورسېږي چې د اوکراین مشران سولې ته خپله ژمنتیا وښیي.

فاکس نیوز خبري شبکې د ټرمپ ادارې د یوه چارواکي په حواله ویلي چې: «دا د مرستو دایمي درول نه دي، بلکې لنډمهاله ځنډ دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زیلینسکي لیدنه په لفظي شخړې واوښته او بې پایلې پای ته ورسېده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version