شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د عربو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تېره ورځ (دوشنبه)، له جګړې وروسته د غزې تړانګې د برخلیک ټاکلو په اړه د مصر په پلازمېنه قاهره کې د تړلو دروازو شاته غونډه کړې.راپورونه وایي، چې دا غونډه د عربي هېواودونو له سرمشریزې وړاندې جوړه شوې چې موخه یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پلان ته ځواب ورکول ښودل شوي چې غواړي د غزې واک واخلي او اوسېدونکي یې نورو هېوادونو ته جبري کډوال کړي.فرانس پرېس خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې په دې غونډه کې څېړل شوی پلان به سبا د عربي هېوادونو په سرمشریزه کې د تائید لپاره وړاندې شي.د یادونې وړ ده، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د یکشنبې په ورځ په قاهره کې یوې خبري غونډې ته ویلي وه، چې د غزې د بیارغونې طرحه چمتو ده او د تائید لپاره به په قاهره کې د عربي هېوادونو مشرانو ته وړاندې شي.