د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزۍ تېره ورځ (شنبه) په یوه مناسبتي اعلامیه کې امریکا او صهیونیستي رژیم ته خبرداری ورکړی، چې که بیا پر ایران د برید هڅه وکړي، تر پخوا به له سختو ځپونکو اقداماتو سره مخ شي.
په اعلامیه کې راغلي، چې امریکا له خپلو تېرو تېروتنو درس وانخیست، د جعلي او ماشوموژونکي صهیونیستي رژیم په مرسته یې پر ایران برید وکړ؛ «خو دا برید له شرموونکې ماتې پرته بله پایله نه درلوده.»
وړاندې ټینګار شوی، چې د ایران اسلامي نظام ځواکمن او نهماتېدونکی دی، او د هر ډول شوم عمل پر وړاندې به پرېکنده اقدام وکړي.