ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۷/۲/۲۳ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_کورنیو چارو وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي.
۲_د هرات ولایت د برښنا پیاوړتیا په موخه د نږدې ۴۱ میلیونه ډالرو ګډې پانګونې تړونونه لاسلیک شول.
۳_خلیفه سراج الدین حقاني د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړي.
۴_د زمري ۲۸مه له انګريزي ښکېلاک څخه د ازادۍ په مناسبت عمومي رخصتي اعلان شوه.
۵_اسوشټېډ پرېس خبري اژانس: د طالبانو خپلمنځي اختلافات له منځه تللي او د هر څه پرېکړه د دوی مشر کوي
ټيليګراف ورځپاڼه: افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتېدو له امله د طالب مشرانو ترمنځ اختلافات ژور شوي.
۶_د ازبکستان د انرژۍ وزیر او افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی کابل ته را ورسېدل.
۷_د پنجشېر لوړو زده کړو موسسې پوهنتون ته ارتقا وکړه.
۸_له ازبکستان سره د ۲۴۳ میلیونه ډالرو په پانګونې د برښنا څلورو پروژو هوکړې لاسلیک شوې.
- [ ] سیمه:
۱_پښتونخوا کې د سېلابونو له امله مرګژوبله تر ۱۰۰۰ تنو واوښته.
۲_امریکا او اسرائیلو ته د ایران خبرداری؛ که د برید تېروتنه وکړئ؛ نو له سختو اقداماتو سره به مخ شئ.
- [ ] نړۍ:
۱_ټرمپ: شي جینپینګ راته ویلي چې زما د ولسمشرۍ پر مهال به چین پر تایوان برید ونهکړي.
۲_جنوبي افریقا کې د داخلي ستونزو د حل په موخه ملي خبرې اترې پیل شوې.
۳_امریکا د غزې اوسېدونکو ته د ویزو ورکولو بهیر ودراوه.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.