د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یمن حوثي وسله‌واله ډله چې وخت ناوخت پر اسرائیلي او امریکایي اهدافو بریدونه کوي، «د نړیوالو ترهګرو» په نوملړ کې شامله کړې.

یاد وزارت پرون سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې حوثي وسله‌والو له ۲۰۲۳ کال راهیسې په سره سمندر او عدن خلیج کې پر سوداګریزو بیړیو سلګونه بریدونه کړي دي.

حوثي وسله‌والو تر دې وړاندې ویلي چې په غزه کې د فلسطینیانو د ملاتړ په موخه یې په اسرائیلي او امریکایي اهدافو بریدونه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version