د افغان حکومت د مشرتابه د فرمان په اساس کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د پلي کېدو په موخه د اوو ښارګوټو ځمکه کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوه.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ‌ نورالحق انور ویلي، چې یادې ځمکې تر تخنیکي او اصولي ارزونې وروسته، د اړوندو وزارتونو، د کابل ولایت مقام، کابل ښاروالۍ او د ځمکو ریاست د استازو له خوا د لېږد په موخه تایید شوې دي.

د دغو ځمکو د لېږد تړون د امارتي ځمکو د پلور او وېش د قانون له مخې، د چارو ادارې او کابل ښاروالۍ ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د لاسلیک شوي تړون له مخې، دغه ځمکې به د کابل ښاروالۍ د ځانګړي ملکیت په توګه ثبت او په اړوندو ناحیو کې به د ښاري پلانونو د پلي کولو لپاره وکارول شي.

د کابل ښاروالۍ ویلي، چې له غصب څخه د بېرته راګرځول شویو ځمکو په لېږد سره به کابل کې په اغېزمنه توګه د پراختیايي پلانونو پلي کېدو او د ښاري زېربناوو پراختیا ته زمینه برابره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version