سي بي اېس نیوز امریکایي رسنۍ راپور ورکړی، چې امریکایي استخباراتو داسې نښې موندلي، چې چین ایران ته د پرمختللو راداري سیسټمونو په ورکولو غور کوي.
په راپور کې راغلي، چې تېره میاشت د متحده ایالاتو او اسرائيل په مشرۍ له ایران سره د جګړې له پیله څو ورځې وروسته، امریکایي استخباراتي ادارو داسې نښې وموندلې چې دا جګړه ممکن له اصلي ډګر څخه پراخه شي؛ ځکه روسیه او چین هڅه کوي د متحده ایالاتو او اسرائیل د نظامي عملیاتو د کمزوري کولو لپاره د ایران ملاتړ وکړي.
د دفاعي استخباراتو ادارې (DIA) شنونکو، چې د پنټاګون نظامي استخباراتي څانګه ده، ارزونه کړې چې چین په دې غور کوي چې آیا تهران ته پرمختللي راداري سیسټمونه ورکړي که نه؟ دا مشورې په داسې حال کې کیږي، چې د راپورونو له مخې روسیې په منځني ختیځ کې د امریکا د نظامي موقعیتونو په اړه له ایران سره استخباراتي معلومات شریک کړي دي.
امریکایي چارواکو، چې د ملي امنیت د مسایلو د حساسیت له امله یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې، ويلي چې بیجینګ ایران ته د “X-band” راداري سیسټمونو په ورکولو غور کړی دی.
دا ټیکنالوژي به ایران ته وړتیا ورکړي چې د ټیټ الوتونکو ډرونونو او کروز توغندیو په څېر ګواښونه وپېژني او تعقیب یې کړي او همدارنګه کولی شي د پرمختللو بریدونو پر وړاندې د ایران د هوایي دفاعي سیسټمونو ساتنه وکړي.
د سرچينې په خبره، لا تر اوسه څرګنده نه ده چې آیا چین دا لېږد ترسره کړی که نه؟ خو چارواکي وایي دا ارزونه د واشنګټن دا اندېښنه په ډاګه کوي چې د ایران جګړه نه یوازې سیمه ییز مخالفین، بلکې هغه نړیوال سیالان هم ورګډوي چې چمتو دي له مستقیمې نظامي مداخلې پرته، مهم ملاتړ چمتو کړي.
د دفاعي استخباراتو ادارې، CIA او سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه د تبصرې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د چهارشنبې په ورځ، د بریتانیا فایننشل ټایمز هم راپور ورکړی و، چې د ایران سپاه پاسداران له یوې جاسوسي سپوږمکۍ نه کار اخیستی چې په پټه یې له چینايي شرکت “Earth Eye Co” څخه اخیستې وه، ترڅو په منځني ختیځ کې د امریکا اډې په نښه کړي.
د ۲۰۲۶ کال د ګواښونو کلنۍ ارزونه، چې د استخباراتي ټولنې لخوا چمتو شوې خبرداری ورکوي چې چین په فضايي وړتیاوو کې له نورو هېوادونو ډېر مخکې دی.
راپور وایي چې چین په فضاء کې د روسیې ځای نیولی او د امریکا اصلي سیال دی.
امریکایي استخبارات دا هم ښيي چې بیجینګ ایران ته د هوایي دفاعي سیسټمونو د لېږدولو پر لارو چارو غور کړی، چې ممکن د درېیمو هېوادونو له لارې ترسره شي ترڅو خپل مستقیم رول پټ وساتي.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ CNN هم راپور ورکړی و، چې چین ایران ته د اوږې پر سر د ویشتونکو الوتکې ضد توغندیو (MANPADS) ورکولو ته چمتووالی نیسي.
