‏‎د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت د افغانستان کورنیو چارو د سرپرست ‎وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پر سر اېښې جایزه له خپل نوملړه لرې کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د ښاغلي حقاني له نوم سربېره د عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني نومونه هم له یاد نوملړه ویستل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې، امریکا د خلیفه ‎سراج الدین حقاني په اړه د معلوماتو د شریکولو په بدل کې لس میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version