د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت د افغانستان کورنیو چارو د سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پر سر اېښې جایزه له خپل نوملړه لرې کړې ده.
د معلوماتو له مخې، د ښاغلي حقاني له نوم سربېره د عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني نومونه هم له یاد نوملړه ویستل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې، امریکا د خلیفه سراج الدین حقاني په اړه د معلوماتو د شریکولو په بدل کې لس میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې وه.