د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو باخبره سرچینو په حواله وايي، چې ښایي پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو په پلمه د داعش ډلې غړي ولېږي.

خليلزاد وايي: «اندېښنه لرم چې پاکستان افغانستان ته د کډوالو د ستنولو په بهير کې د داعش وسله‌والې ډلې غړي ولېږي».

دغه پخواني امريکايي ډيپلومات تر دې وړاندې هم پاکستان کې د داعش ډلې د پراخو فعاليتونو په اړه خبرداری ورکړی وو او پاکستان یې د يادې ډلې لپاره خوندي ځای ګڼلی وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version