په امریکا کې د صهیونیستي رژیم سفیر، یخیل لایتر، د دغه رژیم په اړه د پاکستان پوځي رژیم د دفاع وزیر خواجه اصف وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې پاکستان منځګړی نه، بلکې خپله یوه ستونزه ده.
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې د اصف د څرګندونو له بیا خپراوي سره لیکلي: «یو تش په نوم منځګړی مرګ پر اسرائیل شعار تکراروي. تاسو منځګړی نه یاست، بلکې خپله ستونزه یاست.»
له بله پلوه د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزیر، ګیدعون ساعر د خواجه اصف څرګندونې غندلي او پاکستاني رژیم ته یې د «تروریست» خطاب کړی دی.
نوموړي ویلي، پاکستانی رژیم ځان د سولې منځګړی معرفۍ کوي؛ خو د صهیونیستي رژیم د نابودۍ خوب ویني. په خبره یې، دوی به یې پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
د یادونې ده، چې د پاکستان پوځي رژیم دفاع وزیر چې څرګندونې یې تر ډېره نمایشي بلل کېږې، د فلسطین پر ځمکه د اسرائیلو پر مېشته کولو نیوکه کړې.
