د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، ‏په امریکا کې د کډوالۍ ضد پالیسیو پر وړاندي پیل شوي لاریونونه د دغه هېواد نیویارک، ډالاس، سان‌فرانسېسکو، بوسټون، او آتلانتا ښارونو ته غځېدلي دي.

د غه لاریونونه څو ورځې وړاندې لاس انجلس ښار کې پیل شوي وو.

ویل شوي چې په ګڼو ښارونو کې عامه شتمنۍ چور شوي او د پولیسو لسګونه موټر هم سوځول شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاریونوال «بلواګر» بللي او ویلي یې دي، چې لاس‌ انجلس به له هغوی خلاص کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version