د راپورونو لهمخې، بریټانیا، اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ او ناروې هېوادونو د صهیونیستي رژیم د کابينې پر دوه مهمو وزیرانو، د ملي امنیت وزیر اېتمار بن ګویر او د ماليې وزیر بتسلیل سموتریچ باندې بندیزونه لګولي.
دغو هېوادونو ویلي، چې یادو وزیرانو د فلسطینیانو پر ضد د بشر حقونو جدي سرغړونې کړي او خلک یې تاوتریخوالي ته هڅولوي.
ورته مهال د بریټانیا د مالیې وزیر ډېوېډ لامي ویلي، چې دواړو وزیرانو ته به د بریټانیا سفر اجازه نه وي او شتمنۍ به یې کنګل شي.
له بل لوري پر غزي د صهیونیستي رژیم د وحشتونو لوی ملګری (امریکا) د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه اقدام غندلی دی.