د امریکا په جورجیا ایالت کې د یوه ښوونځي دننه د يوه ۱۴ کلن زده کوونکي په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس لیکلي چې دغه ډزې پرون چهارشنبه د یوه ۱۴ کلن زده‌کوونکي له‌خوا شوي چې وژل شوي پکې دوه زده‌کوونکي او دوه ښوونکي دي او ټپيانو کې بیا اته زده کوونکي او یو ښوونکی شامل دی.

د جورجیا د څېړنو د مرکز مشر کریس هوسي ویلي، بریدګر نیول شوی او یوه نږدې توقیف ځای ته لېږدول شوی دی چارواکو نه دي ویلي چې بریدګر زده‌کوونکي څه ډول وسله کارولې، خو؛ په خبره یې څېړنې یې پيل کړي چې معلومه کړي زده‌کوونکي دغه وسله څنګه ښونځي ته دننه کړې ده.

څېړنې ښیي چې امريکا کې هر کال د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه کچه او بريدونه په ښوونځيو کې د بريدونو له امله رامنځته کېږي چې ډېری عاملين یې خپله د‌ښوونځي زده کوونکي دي‌.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version