• [ ] افغانستان:
    ۱_د برښنايي پېژندپاڼو په وېش کې د اسانتیاوو په موخه د رئيس الوزرا په حکم ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.

۲_تورخم او د ګاونډي غير مسوولانه چلند؛ تړل کېدو یې ميلونونه ډالر زيان اړولی.

۳_کندز کې د ۲۵ ميليونه افغانيو په ارزښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

۴_مولوي عبدالکبير: د هېواد روغتيايي سکټور کې بشپړ اصلاحات راغلي او ځانګړې پاملرنه ورته کېږي.

۵_روان کال څه باندې زر بهرنيو وګړو افغانستان کې د کار د فعاليت جوازونه اخيستي.

۶_د حج له مراسمو پاتې پیسې بېرته افغان حاجيانو ته ورکول کېږي.

۷_د ازبکستان د استخباراتو رييس: افغانستان کې د افغان حکومت استخباراتي ځواکونو داعش ځپلی.

۸_د سټنډرډ ملي ادارې لاسته راوړنې؛ تېر کال نږدې ۱۲۹ زره ټنه بې کيفيته توکي مسترد شوي.

۹_ترکیه وايي چمتو يو چې افغان بزګرانو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړو.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د پاکستان وروستيو سېلابونو کې څه باندې ۳۲۰ کسان مړه شوي.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_د افريقا کانګو هېواد کې ۱۲۹ بندیان له زندانه د تېښتې پر مهال وژل شوي.

۲_د روسیې او اوکراين‌ جګړه؛ روسیې د بالستيک توغنديو پر مټ د روانې جګړې تر ټولو خونړی برید کړی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version