روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا کې د سختو طوفانونو له امله تر زرو ډېرې الوتنې لغوه او ګڼ شمېر نورې ځنډېدلې دي.
د فلایټ اوایر ویبپاڼې د راپور له مخې، د جمعې ورځې تر مازیګره ۱۸۰۱ الوتنې لغوه او له ۲۲ زرو ډېرې ځنډېدلې دي.
د امریکا د هوا پېژندنې ادارې د سفر د خطرناکو شرایطو خبرداری ورکړی او د نیویارک لویو هوايي ډګرونو هم د الوتنو د ځنډ او لغوه کېدو خبرتیاوې خپرې کړې دي.
دغه راز د دې هېواد په جنوبي سیمو کې شاوخوا ۷۰ میلیونه کسانو ته د سختو سیلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی.
