نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د نړیوالې جنایي محکمې (آی‌سي‌سي) لوی څارنوال کریم خان د جنسي ځورونې په یوه قضیه کې تر څارنې لاندې دی.

راپورونه وایي، د محکمې یوې ښځینه کارکوونکې ویلي، چې خان د دغې محکمې په مقر کې پر دې او د دې پر یوې بلې همکارې جنسي تېری کړی دی.

پر کریم خان پورې شوی تور اوس یاده محکمه د اعتبار له یوه بې‌ساري بحران سره مخ کړې.

راپورونه وایي، دغه بنسټ اوس هڅه کوي چې له دغه کړکېچه د خپل اعتبار او مشروعیت له‌منځه تلو پرته ووځي.

د یادونې ده چې کریم خان څو میاشتې وړاندې، د افغان حکومت او ځینو نورو هېوادونو د مهمو مشرانو د نیولو حکم کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version