د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د دغه هېواد د لویزیانا ایالت والي، جیف لینډري ګرینلینډ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه ټاکي.
ګرینلینډ د ډنمارک یوه پراخه نیمه خپلواکه سیمه ده.
ټرمپ د خپلې دویمې دورې ولسمشرۍ له پیل راهیسې په ځلونو ویلي، چې امریکا به دغه سیمه ونیسي.
نوموړي ګرینلینډ ستراتیژیکه سیمه بللې او ویلي یې دي چې نیول یې د امریکا او متحدینو د امنیت او پایښت لپار حیاتي ارزښت لري.
