د خوست امنيه قومندانۍ وايي، د خوست ولایت د څلورمې ناحیې اړوند ۱۲۰۰ فامیليو سيمه کې د یوه نوي جوړیدونکي کور د چت رالوېدو له امله ۱۷ کاریګر ایسار وو، چې د امنیتي ځواکونو او د ژغورنې ډلې د هڅو په پايله کې ټول بند کسان ژغورل شوي.

د سرچينې په خبره یاده پېښه نن چهارشنبه له ماسپښین وروسته ۳ بجې رامنځته شوه، چې د چت د نړېدو له امله ۱۷ کسان تر خاورو او ودانیزو موادو لاندې ایسار شوي وو.

د معلوماتو له مخې د ژغورل شویو کسانو روغتیايي حالت بشپړ د ډاډ وړ دی، د یادې پېښې اصلي علت تر اوسه معلوم نه دی، خو اړوندې ادارې یې د څېړلو هڅې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version