ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۹/۱۱ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_ایران ټرانسفو شرکت د افغانستان د انرژۍ په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
۲_د مرکزي ولایتونو د هزاره قوم سپین ږیرو پر ولسي یووالي ټینګار کړی او له قومونو سره یې د سرپرست حکومت اړیکې ستایلي.
۳_د قوشتېپې کانال شاوخوا سيمو د سرسبزۍ لپاره ۴۰۰ زره د سنځلو نيالګي چمتو شوي.
۴_هندي پانګوالو د پنجشېر پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
- [ ] سیمه:
۱_بلوڅ بېلتونپالو پاکستان ته د بندیانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړ.
۲_پزشکيان ټرمپ ته: لاس دې خلاص هر څه چې کولای شې ویې کړه.
۳_بلوڅ وسلهوالو په دوو جلا بریدونو کې ۱۰ پاکستاني پولیس او پوځیان وژلي.
۴_بلوڅ بېلتون پالو د پاکستاني حکومت له لوري د تبادلې وړانديز د ردولو له امله ۵۰ نور پوځيان وژلي.
- [ ] نړۍ:
۱_اوکراین له روسیې سره د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی.
۲_امریکا د سوريې د نوي حکومت او د دیموکراتیکو ځواکونو ترمنځ د تازه اعلان شوې هوکړې هرکلی وکړ.
۳_د يمن د انصار الله ډلې وياند یحیی سريع:
د فلسطين د مظلوم ولس په ملاتړ مو د سره سمندر له لارې د اسرائيلي کښتيو تګ راتګ بند کړی.
۴_سومالیا کې د الشباب ځواکونو موټر بم برید؛ هغه هوټل په نښه شوی چې دولتي ناستې پهکې ترسره کېدې.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.