د پکتیکا د امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دغه ولایت د تروې ولسوالۍ په پینکۍ سیمه کې امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال له پاکستانه راقاچاق کېدونکي ۱۶ میله کلاشینکوفونه، پنځه اېم فور ټوپکې او ۱۶ تمانچې نيولې دي.
د سرچينې په وينا، د وسلو سربېره هغه دوه موټر سایکل هم نیول شوي چې، يادې وسلې پرې له پاکستان څخه افغانستان ته رالېږدول کېدې.
خبرپاڼه زياتوي چې، د دغو وسلو قاچاق کوونکي له ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته په تېښته بريالي شوي دي.