هندوکش‌غږ ته سرچینې وایي، د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا د شر او فساد ډلې دوه مهم غړي له یو میل کلاشینکوف او میل راکټ سره لاس په لاس ژوندي نیول شوي.

د معلوماتو له‌مخې یاد کسان په سیمه کې د ورانکارو فعالیتونو پلان درلود چې د افغان ځواکونو له چټک غبرګون سره مخامخ شوي او ځای پر ځای له خپلو وسلو سره ژوندي نیول شوي دي.

بل‌خوا افغان امنیتي ځواکونه ډاډ ورکوي چې هیڅ‌چا ته به د تخریبي کړنو اجازه ورنه‌کړي، د دوی په وینا د هېواد پر لوېشت لوېشت خاورې پوره‌ څار لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version