یاد درې غړي روح الله، ریاض پشتین، او محمود وزیر په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي او د غورځنګ مرکزي کمیټې غړی مولانا زینت الله او بل ملګری شفیق یې سخت ژوبل دي.

یاد کسان په یوه فلډر موټر کې د پوځي عملیاتو پر ضد را بلل شوې د مکین په جرګه کې د ګډون لپاره روان وو، چې په لدها سیمه کې د ترافیکي پېښې سره مخ شول.

دغې پېښې د خلکو ترمنځ ګنګوسې رامنځته کړي، ددې ډلې پلويان او نور عام خلک وايي، چې دا کسان د پنجابي رياست لۀ لوري د يوې توطيې په ذريعه له منځه وړل شوي دي.

دې پېښې د خلکو او په خاص ډول د پي‌ټي‌اېم پلويانو غبرګونونه راپارولي او دا يې يو سازش او دسيسه بللې او له خپلو مشرانو يې غوښتي چې ژر تر ژره دې ددې څېړنه وکړي، چې د پېښې اصلي علت معلوم شي. یاده پېښه د پاکستان ریاست لخوا د پښتنو د ځپلو د دوام یوه بڼه ګڼي. دا یواځې یو تصادف نه، بلکې د یوه ستر پلان برخه ګڼل کېږي چې هدف یې د پښتنو د حق غوښتونکو غږ غلی کول دي.

د دې پېښې تر شا د ممکنه سازشونو په اړه د پي‌ټي‌اېم لارويان د جدي څېړنو غوښتنه کوي. د پښتنو فعالینو او غورځنګ مشرانو ویلي، چې دا یواځې یوه حادثه نه ده، بلکې د هغو پرله‌پسې هڅو یوه بله کړۍ ده چې د پښتنو په سیمو کې یې د زورونو او وژنو د تاریخ لړۍ اوږده کړې ده.

له دې وړاندې هم د پي‌ټي‌اېم څو مخکښ اشخاص د سازشونو او دې ورته تؤطيو په پايله کې د پنجابي رياست له لوري و وژل شول، چې تر ننه يې چا د غچ اخيستنې او حتی يوه عادي پوښتنه هم ونه‌کړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version