د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې پنځه تنه د شنو ونو د غیر قانوني پرې کولو په تړاو نیولي.

د یادې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، یاد کسان داسې مهال نیول شوي چې غوښتل یې دغه ونې د درېیو عرادو ډاټسن موټرو په واسطه قاچاق کړي.

خوست امنیه قومندانۍ دغه راز ویلي چې نيول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version