له کورنیو چارو وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، افغان امنیتی ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو را په دېخوا د غلاوو، وژنې، د تاریخي سیمو ناقانونه پلټلو او وسله والې نښتې په تړاو د هېواد په اوو ولایتونو کې ۳۴ تنه نېولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یاد وزارت په وینا، له دې ډلې، شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په نیمروز، اته حرفوي غله په هرات، شپږ تنه د څارویو او اجناسو د غلا په تړاو په هلمند، پنځه تنه د لرغونو اثارو د پلټلو په تړاو په غور، دوه د وسایطو غله په بلخ او یو تن د وژنې په تړاو د نورستان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
په ورته مهال، د لغمان امنیه قوماندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو شپږ تنه له شپږ میله وسلې سره د قومي نښتې په تړاو نیولي چې د دواړو لوریو د ډزو له کبله یوه میرمن ټپي شوې وه.