‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د بلخ ولایت او د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکاریو ۱۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه هوکړه‌ لیکونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي شهاب‌الدین ثاقب او د اوزبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د عالي شورا د رئیس امان‌ بای اورین‌ بایوف په شتون کې په بلخ ولایت کې لاسلیک شول.

د معلوماتو له مخې، دغه تړونونه د اوړو د فابریکې جوړولو، سمنټو، غوړیو او مکرونیو واردولو ترڅنګ د مڼو، انارو، کچالو او زیرې د صادراتو او څو نورو برخو کې لاسلیک شوي دي.

په ورته مهال بلخ کې د افغان ازبکستاني چارواکو له لوري د ازبکستان جمهوریت د محصولاتو او تولیداتو نندارتون هم پرانیستل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version