د غزني امنیه قوماندانۍ ویلي، چې امنیتي ځواکونو د غزنی ښار پښتون‌اباد سیمه کې یو درې کلن ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې یو کس نیولی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې یاد ماشوم د کابل ښار له پل محمود خان سیمې څخه تښتول شوی و او د غزني ښار په پښتون‌آباد سیمه کې ساتل کېده.

د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس د ماشوم له خپلوانو سره اړیکې لرلې او د کور د خاوند د نه شتون پر مهال یې ماشوم تښتولی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version