په بشکېک کې د افغانستان د سفارت سرپرست، مولوي عبدالشکور حقاني د قرغيزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې سیاسي څانګې له مرستیال، ميربېک باکیتوویچ سره کتلي.
قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وایي، دې لیدنه کې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې.
دواړو لوریو دغه راز د کابل او بشکېک ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا هم خبرې کړې دي.
قرغيزستاني چارواکي ویلي، چې د یو باثباته او هوسا افغانستان ملاتړ کوي او د رامنځ ته شوو فرصتونو ملاتړ یې د هېواد لومړیتوب دی.
