کورنیو چارو وزارت وایي، د فراه امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په فراه ښار کې څلور وسله وال او حرفوي غله له یو کور او دوو دکانونو څخه د ۶۵۰ زره افغانیو د غلا په تړاو نیولي دي.

د یاد وزارت په وینا، د غلو یادې ډلې په فراه ښار کې په وسله والو غلاوو لاس پورې کاوه، چې امنیتي ځواکونو د پلټونکي عملیاتو پر مهال نیولي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له یادو غلو څخه دوه میله وسله، یو عراده موټر، دوه موټرسایکلونه، څلور مبایلونو، یوه چاړه او یوه اندازه نغدې پیسې هم ترلاسه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version