د لوړو زده کړو وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر، شیخ نداء محمد ندیم د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د «روسیه او اسلامي نړۍ» فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته په سفر ولاړ.
وزارت زیاتوي، چې له ښاغلي ندیم سره دې پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د ماليې، اقتصاد، ټولګټو، کانونو او پټروليم او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالان، په مسکو کې د افغانستان سفير او یو شمېر نور حکومتي چارواکي مله دي.
د لوړو زدهکړو وزارت په وینا، د «روسیه او اسلامي نړۍ» فورم په څنډه کې به د روسیې په غوښتنه، د کابل او مسکو تر منځ د ګډ اقتصادي او تجارتي کمېسیون لومړنۍ ناسته هم ترسره شي.
سرچینه زیاتوي، چې د یاد فورم غونډې به د ۲۰۲۶ م کال د مې میاشتې له ۱۳ ـــ ۱۵ نېټې د تارستان مرکز کازان ښار کې دایرې شي.
