د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، تېره اونۍ (د ۱۴۰۳ل کال د حوت مياشتي له ۱۰مې څخه د همدې میاشتې تر ۱۶مې) نېټې پورې د یاد وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۵۷۱۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د ښاغلي حق شناس په وینا، د حیرتان بندر له لارې (۶۶۶۲۹) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۲۳۰۱) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۲۷۱۲) ټنه او د خواف –هرات (۴۰۷۶) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۸۵۷۱۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
ښاغلي حق شناس زیاته کړې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي چې په تېره اونۍ کې (۲۳۹۰) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنارو جوس، کینو او کچالو دي.
د ښاغلي حق شناس په وینا، ټولګټو وزارت هڅه کوي، تر څو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.