د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو هرات ولایت کې ​د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۲۱ تنه نیولي دي.

وزارت زیاتوي، له نیول شویو کسانو څخه، ۱۶ کیلوګرامه چرس، تر زرو زیات نشه‌يي ټابلېټونه او نور نشه‌یي توکي ترلاسه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی، چې نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version