د هرات امنیه قومندانۍ پولیسو د هرات ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې یوه مېرمن له درې میلیونه غلا شویو افغانیو سره نیولې.

کورنیو چارو وزارت وایي، ‏غلا شوې پیسې له تثبیت او پېژندنې وروسته بېرته خپل اصلي مالک ته وسپارل شوې.

وزارت زیاتوي، چې نیول شوې مېرمنه تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version