د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلينو د دې ولايت په معروف ولسوالۍ کې د څارویو د قاچاق د مخنیوي په موخه د کمپاین ترسره کولو پر مهال د ۵۰۲ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.
سرچينې ويلي، یو شمیر کسانو غوښتل چې دغه پسونه له فرضي کرښې په غیرقانوني او قاچاقي ډول پاکستان ته انتقال کړي، چې مخه یې نیول شوې او په تړاو یې ۴ کسان هم نیول شوي.
ياده دې وي، چې کندهار کې د څارویو د قاچاق د مخنیوي په موخه هڅې ډېرې شوي او په وروستيو مياشتو کې د زرګونه پسونو د قاچاق مخه نيول شوې ده.