د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار په خپلې اېکس پاڼې لیکلي؛ د پروان ولایت امنیتي ځواکونو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې لسګونه میله وسلې او جنګي تجهیزات کشف او راټول کړي دي.

ښاغلي مسکین یار زیاته کړې، په نيول شویو وسلو کې ۳۴ میله کلاشینکوف، ۱۹ قبضه تومانچې، درې میله پنځه‌ټکه، دوه قبضه راکټ او یو شمېر نور پوځي وسایل شامل دي.

د نوموړي په وینا نیول شوې وسلې په غیر قانوني توګه ساتل کېدې چې د امنیتي ځواکونو له خوا د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې راټولې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version