د کورنیو چارو وزارت وایي، د تخار ولايت دامنيه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې اته میله کلاشينکوفونه، شپږ ميله تومانچې، يو ميل پيکا، يو ميل کره‌بين، یو میل امریکایي پیکا، ۲۰۰ د کلاشينکوف مرمۍ، اوه د راکټ مرمۍ، د پرسونل ضد ماین، ۴ لاسي بمونه او پنځه د کلاشينکوف شاجورونه ترلاسه کړي دي.

دغه راز امنیتي ځواکونو بغلان کې ۶۰ عدده د ډیسي توپ مرمۍ او یو میل وسله او یوه اندازه مهمات په پکتیا ولایت کې کشف او ضبط کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، یادې وسلې او مهمات به د یوې پروسې له لارې د ډایاک مدیریت ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version