د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت مرکز ۳۷۰۰ افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي، چې په دې کې ۳۴۵۰ ته نوې برېښنايي پېژندپاڼې، ۲۷۰ ته تر وېش وروسته خدمات وړاندې شوي او ۶۵۰ نورو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې اصلاحات وړاندې شوي.

دغې ادارې زیاته کړې، چې دې مرکز ته هره ورځ په کاناډا، امریکا، اروپايي هېوادونو او په متحده عربي اماراتو کې مېشت شاوخوا ۶۰ افغانان د خپلو الکترونیکي تذکرو او هویتي ستونزو د حل لپاره مراجعه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version