کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت په څکمنیو ولسوالۍ کې د یو لړ پلټونکو عملیاتو په پایله کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي.

له یاد وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې، په دغو وسلو او مهماتو کې درې میله کلاشینکوفونه، دوه میله تومانچې، ۲۵ د کلاشینکوف شاجورونه، ۱۹۰۰ د کلاشینکوف مرمۍ، درې لاسي بمونه او یو شمېر پوځي تجهیزات شامل دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال لسګونه میله سپکې او درنې وسلې کشف او ضبط شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version